Furunculosis فرانکل

27-06-2019 4:40 am

فرانکل یا د مل Boil د وېښتا نو د فولیکول او د ګرد چا پیره درم یو موضعي انتان دي چي معمولاً 

دطلاييستافیلوکوکسونو Staphylococcus aureus له امله راپیدا کیږي. په یو کاربونکل کې دوه یا زیات فورانکلونه یوځای شوي وي. سرونه یې جلا وي چي ځیني وخت د تبي او لمفاوي عقداتو د لویدو سره مل وي.

تشخیص

ناروغ د وېښتانو په شااوخوا یوشمېر حساس جلدي، پړسېدلي، سره رنګه او ګردي پلاکونه لري.

د هغه انتخابي ځایونه د غاړې شا، د تخرګ لاندي او Buttock ناحیې وي مګر فورانکلونه کولای شي د بدن په هره برخه کې رامنځته شي.

زیاتره دملونه کوچنیو ابسو ته پراخیږي. بیا مرکزي نکروز پکي منځ ته راځي او د جلد له لارې څيري کیږي چي له هغوی سره د زوو او د نکروتیک پاتي شونو افرازات څرګندیږي.

ناروغ کېدای شي عمومي اعراض لکه تبه او د لمفاوي عقداتو غټوالۍ وښيي.

درملنه

له درملو پرته درملنه

د اوبو او صابون په وسیله مینځل.

په موضعي توګه تاوده تطبیقات په ورځ کې درې ځله په التهابي ځایونو کې د فورانکل د پرمختیا او پوخوالي لپاره او تر هغه وخته دي دوام ورکړل شي چې فورانکل تخلیه کېدل پیل کړي. تر هغه وخته چې فورانکل پخېدو ته نه   وي رسیدلی باید په هغه کي ستن و نه وهل شي او څيري نشي) د یوې ابسې بڼه غوره کړي).

څه وخت چي یو فورانکل چې پخېدو ته ورسیږي ناروغ یې خپله څیرولای شي او تخلیه کولای یې شي. د ابسې د وچولو لپاره له تعقیم شوي ګاز څخه ګټه واخلئ.

لېږدول

داعراضو خرابیدل

د درملني په ترڅ کي د عمومي اعراضو څرګندېدل.

مخنیوی

د جلد د ښې او مناسبي روغتیا ساتني پاملرنه او د لاسونو مینځل.

د جلدي پرېکړل شویو ځایونو او ټپونو پاکول او ساتنه.

ناروغ ته لارښوني

هیڅکله په یو فورانکل لاس مه وهئ او پر هغه فشار مه راوړئ په ځانګړې توګه په مخ، د شدیدو انتاناتو د خپرېدو د خطر له امله.

د بیا ارزوني او تعقیب په موخه درې ورځې وروسته او یا هم د ناروغۍ د زیاتېدو او د ناروغ د حالت د خرابيدو په صورت کې دي ډاکټر ته مراجعه وشي.

د لومړنۍ درملني له پيلولو وروسته دي د ناروغ جامې او روجايي هره ورځ و مینځل شي.

ډاکټرنقیب کاکړ 
د پوستکي، وېښتانو، نوکانو او مقاربتي (جنسي) ناروغيو متخصص