24-04-2019 6:14 am
حاجي محمد صديق مهمند:
"په خپله برخه کي د طبي خدماتو د سمون او پرمختګ لپاره له هري ممکني هڅي ځانونه نه سپموو"
په کندهار کي د مهمند روغتون موسس او عمومي مسوول حاجي محمد صديق مهمند د ياد روغتون له داخله ، جراحي او اطفالو ډاکټرانو سره د يوې جوړې سوي غونډ په ترڅ کي وويل، اوسمهال چي تر بلي هري برخي په روغتيايي برخه کي زيات کار او هلو ځلو ته اړتيا ليدل کېږي، دوی به په خپله برخه کي د طبي خدماتو د ودي او پرمختګ لپاره له هري ممکني هڅي ځانونه ونه سپموي.
ياده غونډه چي د مهمند روغتون د عمومي مسوول په مشرۍ د ياد روغتون د طبي خدماتو د لا سمون او ودې په موخه جوړه سوې وه د دې روغتون د سرطبیب او اداري مسوول په ګډون د داخله ناروغيو ټولو ډاکټرانو، يو شمېر نرسانو او څو تنو اداري کار کوونکو هم پکي ګډون درلود.
حاجي محمد صديق مهمند غونډي ته د خبرو پر مهال په پوره تاکيد يادونه وکړه چي د مهمند روغتون د رامنځته کېدو او پر مخ وړلو يوازنی هدف يې ولس ته د معياري او پرمختللو طبي خدماتو چمتو کول او رسول دي. چي د نوموړي په خبره ياد هدف ته د رسېدلو لپاره پوره سپېڅلی هوډ او ټينګ عزم لري.
ښاغلي مهمند د ډاکټرانو سره په جوړه سوې غونډه کي له ټولو ډاکټرانو غوښتنه وکړه چي هر ډاکټر دي يوازي د خپل مسلک سره سم د ناروغانو د درملني چاري مخته يوسي، چي په دې سره به نه يوازي د ناروغانو تداوي په سم او مسلکي ډول کېږي بلکي طبي اصول به هم مراعت سوي وي.
ښاغلي مهمند د ټولو وړانديزونه په پوره دقت واورېدل او يادونه يې وکړه چي د مهمند روغتون خدمات به پر نړيوال معيار برابروي او دې هدف ته د رسېدو لپاره به کله هم د ځان سپمولو هڅه ونه کړي.